Home » فرهنګی او ټولنیز » د هند مشهورسندرغاړی عدنان سميع ٤٩کلن شو
رویداد خبري آژانس

د هند مشهورسندرغاړی عدنان سميع ٤٩کلن شو

عدنان سميع، چې پوره نوم يې عدنان سميع خان دى، د هندوستان يو له مشهورو سندرغاړو  دى، چې نن يې ٤٩مه کليزه ده، هغه په ١٩٧١ کال کې د اګست په ١٥مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې زېږېدلى دى.

د عدنان سميع پلار ارشد سميع خان د پاکستان په هوايي ځواک کې پيلوټ و، چې بيا وروسته په ١٤ هېوادونو کې د پاکستان سفير هم پاتې شوى و.

خو د عدنان سميع نيکونه پخوا له افغانستان څخه هند ته تللي و، د هغه غور نيکه جنرال احمد جان د پاچا عبدالرحمان خان په وخت کې د هغه سلاکار و او همدا راز يو نيکه يې اغا محفوظ جان د غازي امان الله خان په وخت کې د ٤ ولايتونو والي پاتې شوى و.

د عدنان سميع کورنۍ د بچه سقاو په وخت کې د هغه مهال د برېتانوي هند تر ولکې لاندې د پېښور سيمې ته کډه شوي و.

عدنان سميع په برېتانيه کې زده کړې وکړې او وروسته بيا د موسيقۍ نړۍ ته راغى.

د عدنان سميع لومړنۍ سندره (Run for His Life) په ١٩٨٦ کال کې خپره شوه، دا انګليسي سندره وه چې د UNICEF لپاره يې ويلې وه او ډېره مشهوره شوې وه.

په ١٩٨٩ کال کې د هغه لومړنى البم (The One & Only) خپور شو، چې يوه سندره يې (تيري ياد) په پاکستان کې تر ټولو زياته مشهوره سندره هم شوه.

رویداد خبري آژانس

په ١٩٩٤ کال کې هغه په لومړي ځل د فلمونو لپاره موسيقي جوړه کړه. نوموړي له هغه وروسته شاته ونه کتل او په پرلپسې يې داسې سندرې وويلې، چې په پاکستان او هند کې يو له مشهورو سندرغاړو څخه شو.

په ١٩٩٣ کال کې عدنان سميع له پاکستانۍ هنرمندې زېبا بختيار سره واده وکړ، چې له هغې څخه د اذان سميع خان په نوم يو زوى هم لري. درې کاله وروسته يې طلاق ورکړ.

د ٢٠٠١ کال د مارچ په ١٣مه نېټه عدنان سميع پاکستان پرېښود او هند ته لاړ، چې هلته يې تر هغې پورې په وېزه باندې ژوند کاوه، تر څو چې ورته هند تابعيت نه و ورکړى.

په ٢٠١١ کال کې عدنان سميع د دوبۍ د عرب صباح ګلاداري سره واده وکړ، خو يو نيم کال وروسته يې هغې ته هم طلاق ورکړ.

رویداد خبري آژانس

د ٢٠٠٦ کال په جون مياشت کې د عدنان سميع وزن ٢٣٠ کيلو ته ورسېده، ډاکټرانو ورته وويل چې يوازې شپږ مياشتې نور ژوند کولاى شي، خو وروسته عدنان سميع د وزن کمولو لپاره هڅې پيل کړې او په ١٦ مياشتو کې يې ١٦٧ کيلو وزن کم کړ.

د ٢٠١٠ کال د جنورۍ په ٢٩مه نېټه عدنان سميع د يوې افغانې رويا فاريابي سره واده وکړ، چې په ٢٠١٧ کال کې يې له هغې څخه يوه لور هم وزېږېدله.

رویداد خبري آژانس

په ٢٠١٥ کال کې د مۍ په ٢٦مه نېټه عدنان سميع د هند د تابعيت غوښتنه وکړه، چې وروسته د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه هغه ته د هند تابعيت ورکړل شو.

عدنان سميع نه يوازې دا چې ډېرې سندرې ويلي دي، بلکې ډېرو فلمونو ته يې هم موسيقي جوړه کړې ده. هغه موسيقار، سندرغاړى، کمپوزر، وياند او ممثل دى.

هغه د موسيقۍ په الو کې پيانو، کيبورډ، ګيټار، وايلن، ډرمز، تبله، ډهولک، هارمونيم، سيتار او نور ډېر شيان غږولى شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...