د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته به پاکستان هغو مسافرو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان تذکرې ولري او د تورخم پولې له لارې به بېرته هېواد ته راستانه شي. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي عرفات مهاجر، وویل چې د ...
Read More »Yearly Archives: 2025
پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د یاد هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته لیک استولی
د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو لیک استولی او له هغه څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره د افغان اتباعو په زور د بېرته ستنولو روانه لړۍ ودروي او د ویزو په تمدید ...
Read More »نن د هېواد په ١٥ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل شوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو واورو او بارانونو ورېدو اټکل کړی چې ورسره د سېلابونو راوتو احتمال هم شته. دغه ریاست نن (دوشنبې، د وري ۴مه) په هرات، فراه، هلمند، ارزگان، غزني، ډایکندي، ...
Read More »په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې افغانستان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته له ۱ میلیارډ ۷۸۵میلیون ډالرو څخه ډېر صادرات درلودل. د دې وزارت د شمېرو پر بنسټ، سږ کال د افغانستان واردات ۱۱ میلیارډ او ۱۶۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. انځیر، ...
Read More »محمدصمیم نایب: «ځوانان د هېواد پانګه ده»
محمدصمیم، د کاردان پوهنتون د مدیریت او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ محصل او د یوه نړیوال سازمان کارمند دی. هغه وایي چې ځوانان د هېواد رښتینې پانګه ده او هغه کسان چې په تعلیمي برخه کې کار کوي، باید هڅه وکړي تر څو د هېواد تعلیمي سیسټم داسې ...
Read More »خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول
د خوست عامې روغتیا ریاست، د خصوصي سکتور په همکارۍ، د دې ولایت په ولسوالیو کې د وړیا روغتیايي کمپونو د جوړولو پروسه پیل کړې ده. د ځايي چارواکو په وینا، په دې کمپونو کې له دریو څخه تر پنځو زرو پورې ناروغان په وړیا توګه تداوي کېږي. د دې ...
Read More »عادل شاه عابد: هدف لرونکې زده کړې د خدمت فرصت درکوي
ښاغلی عابدشاه عابد د کاردان پوهنتون محصل دی، نوموړی له زده کړو سره ډېره مینه لري او وایي چې زده کړې یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د ټولنې لپاره دي. د عابد په باور زده کړې د ژوند هغه مهمه وسیله ده چې نه یوازې فردي پرمختګ ته لاره ...
Read More »د امریکا غږ کارکوونکي له دندې رخصت شول
رویترز خبري اژانس پرون (شنبې د مارچ ۱۵مه) په يو راپور کې ویلي، چې د امریکا غږ لسګونه کارکوونکي د شنبې په ورځ له دندو رخصت شول، دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت تمویل شوي رسنۍ او شپږو نورو فدرالي ...
Read More »تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګري زیاتوالی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څه باندې ۴۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه ویلي دي چې له دې جملې ۴۵ میلیونه ډالر ...
Read More »ا.ا: په افغانستان کې ۱۸ میلیونه فعال سیم کارټونه بیا ثبت شوي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ټول افغانستان کې د لږ تر لږه ۱۸ میلیونه فعالو سیم کارټونو د بیا ثبتولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا پروسه په چټکۍ سره روانه ده. د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن شنبه، د مارچ ۱۵مه ( د ...
Read More »