Home » 2025 » مارچ

Monthly Archives: مارچ 2025

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی، که چیرته حماس پاتي اسراییلي برمته راخوشي نه کړي د غزې ځیني برخې به ونیسي. نتانیاهو (چهارشنبې، د وري ۶مه) د پارلمان یوې ناستې ته ویلي، ” په هره اندازه چې حماس د برمته شو یوله خوشي کېدو ډډه وکړي، په همغه کچه ...

Read More »

په ترکیه کې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري

د ترکیې رسنۍ خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د استانبول د ښاروال د بندي کولو پرضد پیل شوی لاریون لاهم دوام لري او ګډوانوال یې د حق او عدالت غوښتنه کوي. د راپورونو پر بنیاد لاریونکوونکي وايي تر هغې به لاریونونو ته دوام ورکړي ترڅو د استانبول ښاروال ...

Read More »

راشد خان د هند په سوداګریز لیګ کې رېکارډ جوړ کړ

راشدخان

د افغانستان کرېکټ د شل اورېزه سیالیو لوبډلمشر راشد خان تېره شپه د هند په سوداګریز لیګ کې د یوې ویکټې په ترلاسه کولو سره ۱۵۰ ویکیټي پوره کړې او د ځان لپاره یې ریکارډ جوړ کړ. راشدخان په دې لیګ کې له ګجرات لوبډلې سره لوبېږي او خپله لومړۍ ...

Read More »

له دې وروسته مسافر د افغاني تذکرو په لرلو سره کولی شي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته به پاکستان هغو مسافرو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان تذکرې ولري او د تورخم پولې له لارې به بېرته هېواد ته راستانه شي. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي عرفات مهاجر، وویل چې د ...

Read More »

پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د یاد هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته لیک استولی

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو لیک استولی او له هغه څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره د افغان اتباعو په زور د بېرته ستنولو روانه لړۍ ودروي او د ویزو په تمدید ...

Read More »

نن د هېواد په ١٥ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو واورو او بارانونو ورېدو اټکل کړی چې ورسره د سېلابونو راوتو احتمال هم شته. دغه ریاست نن (دوشنبې، د وري ۴مه) په هرات، فراه، هلمند، ارزگان، غزني، ډایکندي، ...

Read More »

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې افغانستان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته له ۱ میلیارډ ۷۸۵میلیون ډالرو څخه ډېر صادرات درلودل. د دې وزارت د شمېرو پر بنسټ، سږ کال د افغانستان واردات ۱۱ میلیارډ او ۱۶۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. انځیر، ...

Read More »

محمدصمیم نایب: «ځوانان د هېواد پانګه ده»

محمدصمیم، د کاردان پوهنتون د مدیریت او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ محصل او د یوه نړیوال سازمان کارمند دی. هغه وایي چې ځوانان د هېواد رښتینې پانګه ده او هغه کسان چې په تعلیمي برخه کې کار کوي، باید هڅه وکړي تر څو د هېواد تعلیمي سیسټم داسې ...

Read More »

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، د خصوصي سکتور په همکارۍ، د دې ولایت په ولسوالیو کې د وړیا روغتیايي کمپونو د جوړولو پروسه پیل کړې ده. د ځايي چارواکو په وینا، په دې کمپونو کې له دریو څخه تر پنځو زرو پورې ناروغان په وړیا توګه تداوي کېږي. د دې ...

Read More »

عادل شاه عابد: هدف لرونکې زده کړې د خدمت فرصت درکوي

ښاغلی عابدشاه عابد د کاردان پوهنتون محصل دی، نوموړی له زده کړو سره ډېره مینه لري او وایي چې زده کړې یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د ټولنې لپاره دي. د عابد په باور زده کړې د ژوند هغه مهمه وسیله ده چې نه یوازې فردي پرمختګ ته لاره ...

Read More »