راپورونه وایې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې راتلوونکې کابینې لپاره درې نور غړي نومولي دي. ټرمپ په کانګرس کې د فلوریډا استازی مټ ګېټز د خپل لوی څارنوال، سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه او تولسي ګبارډ د ملي استخباراتو د مشر ...
Read More »Monthly Archives: نوومبر 2024
پاکستان کې د بس موټر چپه کېدو په پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي
پاکستاني چارواکي وایې، چې د دغه ېیواد په ګلګېټ بلتستان سیمه کې د یوه بس چپه کېدو په پېښه کې ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی..چارواکو زیاته کړې چې دغه پېښه (سه شنبې، د لړم۲۲مه) د ګلګېټ چکوال سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو بس د ...
Read More »سعودي عربستان له اسراییلو غوښتي چې په ایران برید ونه کړي
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان (دوشنبې، د لړم ۲۱مه) له اسراییلو وغوښتل چې د ایران ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او په خاوره یې له برید کولو څخه ډډه وکړي. شهزاده محمد بن سلمان په پایتخت ریاض کې د عرب لیګ او اسلامي همکارۍ سازمان ګډې سرمشریزې ته ...
Read More »د خوړو نړیوال پرګرام: په افغانستان کې د خوړو امنیتي وضعیت ښه شوی
خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوراکي مصونیت په برخه کې د جزيي پرمختګ خبر ورکوي، خو ویلي یې دی چې د ژمي په رانژدې کېدو سره لا هم اندېښنې شته. د خوړو نړیوال پرګرام په یو تازه راپور کې ویلي، چې د بشري مرستو کولو په پایله کې ...
Read More »کونړ کې د بهر مېشتو افغانانو په مالي لګښت د یو ښوونځي لپاره وادنۍ جوړه شوه
د کونړ پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د بهر مېشتو افغانانو په مالي لګښت د یو ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د کونړ د پوهنې رییس محب الله حیدري، د یاد ښوونځي د پرانېستې پرمهال ویلي، ...
Read More »افغانستان کې د اقليمي بدلون په تړاو ګواښونه
پرون (دوشنبې، د لړم ۲۱مه) د کاپ۲۹ په نوم د ملګروملتونو د چاپیریال ساتنې کنفرانس د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شو، د ملګروملتونو د بشري مرستو د تنظیم دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ ...
Read More »پاکستان کې پر یوه ښوونځي کې د وسله وال برید پرمهال دوه افغانان ټپیان شوي
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د پنجاب په راولپنډۍ کې په يوه ښوونځي کې د وسلهوال بريد پر مهال دوه افغانان ټپيان شوي دي. د رسینو د معلوماتو له مخې دا برید پرون ( دوشنبې، د لړم ۲۱مه)هغه مهال شوې، چې د وسله والو یوه ډله د ...
Read More »له ایران او پاکستان څخه هېواد ته یو شمېر افغان کورنۍ راستنې شوې
د راپورونو له مخې، پرون د تورخم له لارې ۱۰ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. د ویلو ده چې پاکستان د ۲۰۲۳م کال نومبر ...
Read More »پینځه ایراني پوځیان په وسله وال برید کې ووژل شول
د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو په برید کې پینځه ایراني پوځیان وژل شوي دي. د ایرنا د راپور له مخې، دا پېښه د لړم میاشتې په ۲۰ نیټه د یکشنبې په ورځ په سراوان ولسوالۍ کې د څو وسله والو ...
Read More »ایران یو افغان اعدام کړی دی
د«حال وش»په نامه د ایران د بشري حقونو یو سازمان خبر ورکړی چې ایراني حکومت د زاهدان په زندان کې یو افغان اعدام کړی دی. یاد سازمان(یکشنبې، د لړم ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اعدام شوی افغان محمد نبي پاپل زهي نومېږي ۲۸ کلن دی او د ایران ...
Read More »