Home » 2024 » اپریل (page 5)

Monthly Archives: اپریل 2024

ملګري ملتونه: سیمه او نړۍ بله جګړه نه‌ شي زغملی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي «انتونیو ګوترش» پر اسراییلو د ایران د برید په غبرګون کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې سیمه او نړۍ نور د بلې جګړې زغم نه لري. انتونیو ګوترش په یوه بیانیه کې پر اسراییلو د ایران برید په «کلکو ټکو» غندلی او د ...

Read More »

پاکستان د نړۍ د خطرناکو هېوادونو په لېست کې وشمېرل شو

په پاکستان کې د وروستیو ناامنیو له امله د بريټانیا حکومت دا هېواد د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې شمېرلی او له خپلو خلکو یې غوښتي چې دې هېواد ته له تللو ډډه وکړي.  د راپورونو له مخې، د بریټانیا حکومت پاکستان د هغو ۲۴ هېوادونو په لېسټ کې شمېرلی ...

Read More »

د پاکستان په یوه جومات کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي او ټپیان کړي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار په یوه جومات کې د چاودنې په پایله کې یو پولیس وژل شوی او د پینځو پولیسو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي. د پاکستان ډاون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په کوېټه کې د پولیسو یو چاروکي محمد جواد طارق ...

Read More »

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیايي مرستو لپاره درې میلیونه ډالره ځانګړي کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې په افغانستان کې به د روغتیا په برخه کې درې میلیونه ډالره ولګوي. دې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي چې دا پیسې به په بېلابېلو روغتونونو کې د جدي پاملرنې څانګې پیاوړي کولو لپاره ولګول شي. د ملګرو ...

Read More »

د فوټسال ملي لوبډله به نن په یوه دوستانه لوبه کې له تاجکستان سره مخامخ شي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به د تاجکستان د فوټسال له لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړي. دا لوبه به نن (سې شنبې د وري ۲۱مه) د کابل په وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې په تایلنډ کې پیل شي. د هېواد د فوټبال فدراسیون ...

Read More »

ملګري ملتونه: غزه کې قحطي د شرم وړ او د انسان په لاس رامنځته شوې

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې جګړه نه یوازې د زرګونو فلسطینیانو د وژلو او بې ځایه کېدو لامل شوې، بلکې پر هغوی یې سخته قحطي هم راوستې ده. د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګریفیتس د غزې د جګړې په اړه په یوه مرکه کې ...

Read More »

شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانان روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی وایي چې ۱۸ میلیون افغانان بشري او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د دې سازمان د دفتر مشر جمشید تنولي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې باید یو پیاوړی روغتیایي نظام په ځانکړې توګه د ښځو ...

Read More »

سپینه ماڼۍ: د اسراییلو شاتګ د جګړې لپاره تیاری دی

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند، جان کربي ویلي، اټکل کېږي چې د غزې په جنوب کې د اسراییلو شاته تګ د دې لپاره وي چې بیا جګړې ته تیاری ونیسي. کربي په مرکه کې ویلي: “لکه څنګه چې موږ پوهېږو او د اسراییلو له عمومي بیانیې ښکاري چې ...

Read More »

د افغانستان پېژندلی شوی خبریال «عبدالحمید مبارز» مړ شو

د افغانستان مشهور خبریال او د اطلاعات او فرهنګ پخوانی مرستیال، عبدالحمید مبارز مړ شو. د ښاغلي مبارز لور نیلاب مبارز نن یکشنبې د وري ۱۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پلار یې په کابل کې مړ شوی دی. اغلې مبارز ویلي چې د عبدالحمید مبارز د جنازې مراسم ...

Read More »