د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو په برید کې پینځه ایراني پوځیان وژل شوي دي.
د ایرنا د راپور له مخې، دا پېښه د لړم میاشتې په ۲۰ نیټه د یکشنبې په ورځ په سراوان ولسوالۍ کې د څو وسله والو بریدکونکو له خوا وشوه.
د دغه راپور له مخې، دا برید هغه مهال وشو چې د ایران امنیتی ځواکونه په لمانځه بوخت وو.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.