Home » نوی نسل؛ د راتلونکي هیله » محمدصمیم نایب: «ځوانان د هېواد پانګه ده»

محمدصمیم نایب: «ځوانان د هېواد پانګه ده»

محمدصمیم، د کاردان پوهنتون د مدیریت او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ محصل او د یوه نړیوال سازمان کارمند دی. هغه وایي چې ځوانان د هېواد رښتینې پانګه ده او هغه کسان چې په تعلیمي برخه کې کار کوي، باید هڅه وکړي تر څو د هېواد تعلیمي سیسټم داسې ترتیب کړي چې ځوانان وکولای شي په ښه توګه ترې ګټه واخلي.

محمدصمیم د خپل لیسانس دوره د بادغیس د لوړو زده کړو په مؤسسه کې چې هغه وخت د هرات پوهنتون څانګه وه، د زراعت په رشته کې بشپړه کړې او بیا په هماغه پوهنتون کې په رسمي ډول د استاد په توګه وټاکل شو؛ ځکه هغه د یاد پوهنتون غوره محصل و.

محمدصمیم وایي: «هغه کسان چې لوړې زده‌کړې کوي، د کار کولو تمه لري، خوهغه کارخونې چې وکولی شي توکي تولید کړي یا هغه لوی شرکتونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د کارمندانو د نیولو لپاره اقدام وکړي خورا کمې دي. زه د هغو کمو کسانو له ډلې یم چې کار لرم او ډېر خوشحاله او شکرګذار یم. دا لاسته راوړنه زما د کوښښونو اوهڅو پایله ده.»

نایب د هغو ستونزو په اړه چې ورسره مخ شوی وایي: «نابرده رنج، گنج میسر نمی‌شود؛ مزد آن گرفت جان برادر که کار کرد» هره ستونزه د هغه لپاره یوه تجربه وه او له هغه سره یې مرسته کړې ترڅو بریا ته د رسېدو لارې زده کړي.

ښاغلی نایب، د هغه ځوان په توګه چې په یو نړیوال سازمان کارکوي وایي: « ډېر خوشحاله یم چې د خلکو خدمت کوم، زما موخه دا نه ده چې یوازې د ځان لپاره خدمت وکړم، بلکې زه غواړم د نورو لپاره، په ځانګړې توګه ځوانانو او فارغینو ته د کار زمینه برابره کړم.»

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

بشرذهین: «اهدافو ته ژمن پاتې کېدل مو بریا ته رسوي»

بشر ذهین یو ځیرک او ...