Home » سیمه او نړی » غزه کې د اسراییلو لخوا په تازه بریدونو کې ۲۲کسان ووژل شول

غزه کې د اسراییلو لخوا په تازه بریدونو کې ۲۲کسان ووژل شول

د غزې چارواکي وايي چې نن (چهارشنبې، د موغومي ۲۶مه) په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۲۲ کسان وژل شوي دي.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې غزه کې د اوربند هوکړه تر بل هر وخت نږدې شوې ده.

بلخوا د امریکا ولسمشر، جو بایډن او د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي د جګړې د مخینوي په موخه له حماس او اسراییلو غوښتنه کړې چې په اوربند هوکړه وکړي.

د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله تر دې مهاله ۴۶زره او ۶۴۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۱۰زره نور کسان ټپیان شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...