نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر «ولادیمیر پوتین» اوکراین ته د لویدیځو هېوادونو د پوځیانو د لېږلو د ګواښ په ځواب کې د اټومي وسلو د تاکتیکي تمرینونو فرمان صادر کړی دی.
کرملین د دوشنبې په ورځ (پنجشنبه ۱۷) اعلان کړی چې د روسیې د تاکتیکي اټومي وسلو تمرینونه په اوکراین کې د لوېدیځ ځواکونو د ځای پرځای کېدو ځواب دی.
د راپورونو له مخې، د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف اوکراین ته د ځواکونو د لېږلو په اړه د فرانسې د ولسمشر، ایمانویل مکرون وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې ده.
بلخوا د روسیې د دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د دې تمرین هدف د غیرستراتیژیکو اټومي ځواکونو د چمتووالي زیاتول دي چې په دې سره به د پوتین امر پرځای شي.
تر دې وړاندې لوېدیځو هېوادونو د اوکراین په جګړه کې د روسیې لخوا د اټومي وسلو د کارولو په اړه خبرداری ورکړی او دا یې جدي تېروتنه بللې ده.