د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې شاوخوا ۴۰ کوچني بندونه جوړېږي، چې د اوبو په مدیریت کې به مهم رول ولري.
د دغه ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن سې شنبه (د زمري ۵مه نېټه) رسنیو ته ویلي، چې په ۹ ولایتونو کې تر ۴۰ زیاتو پروژو کار پیل شوی او د شاوخوا یو کال په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د خپلواک په خبره، چې دا پروژې د شاوخوا ۱۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړېږي، چې په خبره یې د اوبو په مدیریت او د موسمي سیلابونو په مخنیوي کې مهم رول ولري.
دا کوچني بندونه به د پنجشیر او پروان په ګډون په ځینو ولایتونو کې جوړېږي او د جوړولو پر مهال به یې سلګونه کسانو ته کاري زمینې هم برابرې شي.
د اوبو د ملي ادارې په خبره، چې دا بندونه تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په خاطر جوړېږي.