د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر نن پاکستان ته ځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو پرون یو لنډ خبر ورکړی.
په یوه اعلامیه کې راغلي چې د شاه محمود قریشي په بلنه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د جولای پر ۲۷مه له یوه لوړپوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورځي.
تمه ده شهزاده فیصل له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او نورو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې پر حالاتو غږېږي.