Home » افغانستان » ترکش ایرلاینز په افغانستان کې خپلې الوتنې بیا پیل کړې

ترکش ایرلاینز په افغانستان کې خپلې الوتنې بیا پیل کړې

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن سهار اعلان وکړ چې ترکش ایرلاینز افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ستر سلاکار غلام جیلاني وفا په یوه مرکه کې وویل چې افغانستان ته د ترکش ایرلاینز د الوتنو پیل دا وښوده چې د ترکیې خلک د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.

ویل کېږي چې دغه شرکت به له دوو کلونو او اتو میاشتو ځنډ وروسته په افغانستان کې خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

تر دې مخکې د دغه شرکت چارواکو ویلي وو چې د کابل او استانبول ترمنځ به په اوونۍ کي څلور الوتنې وکړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ترکش ایرلاینز د الوتنو د پیل هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې د هوايي چلند شرکتونو ته یې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي چې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

د کابل له هوايي ډګر څخه د ترکش ایرلاینز وروستۍ الوتنه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۴ نېټه ترسره شوې وه او په هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته دې شرکت هم افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې وې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...