Home » افغانستان » یونیسف: په روان کال کې مو د ۲۸زره افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کړی

یونیسف: په روان کال کې مو د ۲۸زره افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، په روان زېږدیز کال کې یې د ۲۸زرو افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کړی دی.

یونیسف پر اېکس لیکلي چې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو رسوونکي دغه شمېر کارکوونکي به میندو او ماشومانو ته خدمتونه ورسوي.

د ویلو ده چې یونیسف او یوشمېر نورو بنسټونو په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د روغتیايي سکټور ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یونیسف تردې وړاندې ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال په اوو میاشتو کې یې د ۲۴۰ روغتیايي مرکزونو له لارې ۱۸ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمتونه رسولي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

محمود خان اڅکزی: پاکستان دې له افغانستان سره د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر ...