Home » افغانستان » یونیسف او د اسلامي همکاریو سازمان د روغتیا او پوهنې په برخه کې پر همکاریو ټینګار کړی
افغانستان

یونیسف او د اسلامي همکاریو سازمان د روغتیا او پوهنې په برخه کې پر همکاریو ټینګار کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ (اوچا) سرپرست، تاج‌الدین اویوالي پر اېکس لیکلي، چې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د استازولۍ له عمومي رییس، محمد سعید العیاش او د هغه له ټیم سره یې ګټوره لیدنه کړې ده.
د هغه په وینا، یونیسف په افغانستان د روغتیا او پوهنې په برخو کې له اسلامي همکاریو سازمان سره د خپلو ګډو همکاریو ستاینه کړې او دا همکاري يې په افغانستان کې د هر ماشوم د ملاتړ او هوساینې لپاره ضروري ګڼلې.

تاج‌الدین اویوالي:«یونیسف افغانستان د روغتیا او پوهنې په برخو کې زموږ د ګډې همکارۍ ستاینه کوي، څو په افغانستان کې د هر ماشوم لپاره غوره فرصتونه برابر شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري او یونیسف د روغتیا، تغذیې، واکسیناسیون او زده کړو په برخو کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره خپل پروګرامونه دوامداره ساتلي دي.یونیسف او د اسلامي همکاریو سازمان د روغتیا او پوهنې په برخه کې پر همکاریو ټینګار وکړ

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...