په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي( UNAMA) ویلي، چې په دغه هیواد کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې پانګونې ته جدي اړتیا ده.
د یادې ادارې مرستیال، اندریکا راتوت دغه څرګندونې(سهشنبه، د تلې ۳ ) کندز ولایت ته د سفر پرمهال کړي دي.
نوموړي دغه راز د افغان زدهکوونکو لپاره د زدهکړې د چاپېریال پر رامنځته کیدو او بازار ته د لاسرسي لپاره د خصوصي سکټور پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.
له دې څه څو ورځې مخکې یونیسف هم له افغان زده کوونکو خپل ملاتړ څرګند کړی وو او ویلي یې و چې دا بنسټ له دوی خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس