د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي الراونډر ګلبدین نایب په شل اوریزو سیالیو کې ۲زره منډې پوره کړې.
نوموړي تېره شپه د دوبۍ انټرنشنل لیک کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۷۸ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
نایب د دوبۍ په سوداګریز لیګ کې د ډهلي کیپتلز لوبډلې لپاره د الراونډر په توګه لوبه کوي چې تر دې مهاله ښه ځلېدلی دی.
د دوبۍ انټرنشنل لیګ ۱۳مه، لوبه د ډهلي کیپټلز او ډیسېرټ ویپرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې لومړۍ توپوهنه ویپرز لوبډلې پیل کړه.
یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۳۹ منډې وکړې چې په ځواب کې د ګلبدین نایب اړوند لوبډلې یاد هدف پوره کړ او او د شپږو لوبغاړو په لرلو سره یې بریا خپله کړه.
ګلبدین نایب د پنځو شپږیزو او څلور څلوروېزو پر مټ ۷۸ ناسوځېدلې منډې وکړې چې په پای کې د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.
له دې منډو سره په شل اوریزه سیالیو کې د ګلبدین نایب ټولې منډې ۲۰۱۶ ته ورسېدې چې دا د نوموړي لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
ګلبدین نایب د ملي لوبډلې یو پیاوړی لوبغاړی دی چې تر دې مهاله یې د افغانستان لپاره په ۷۸ نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې ګډون کړی او ۹۴۵منډې لري.
نایب د توپ اچونې په برخه کې هم کافي مشهور دی او د ملي لوبډلې لپاره یې ۳۳ ویکټې ترلاسه کړې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس