په کابل کې پر عبدالرحيم شهيد ښوونځي د غبرګو چاودنو په دويمه ورځ، نن پنجشنبه د (غويي په لومړۍ) په بلخ کې پر يوه پخواني جومات چاودنه شوې ده.
ولايتي چارواکو هم د پېښې په تائيدولو سره ويلي، پر سه دکان جومات دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ کوونکي په کې د لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.
په مزاري شريف ښار کې د ابو علي سينا بلخي حوزوي روغتون رئیس غوثالدين وايي، ياده چاودنه د اهل تشيع پر جومات شوې او د پېښې له ځای څخه ۵ جسدونه او ۶۵ تنه ټپيان ياد روغتون ته ورړل شوي دي.
له دې سره د کابل په قمبر څلور لارې، د کندوز په سردوره او دغه راز د ننګرهار په خوږياڼو کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي.
کورنيو چارو وزارت ويلي چې کابل کې چاودنه په ګلدان کې د اېښودل شوو چاوديدونکو توکو له امله شوې او په ترڅ کې يې يوازې تنه ماشومان برسيرن ټپي دي.
په کندوز چاودنه بيا پر کاسټر موټر شوې خو د دې خبر ترې خپرېدو پورې يې د مرګ ژوبلې شمېرې نه دي خپرې شوي او په ننګرها کې بيا چاودنه د امنيتي ځواکونو پر رينجر موټر شوې او ځايي سرچينو ويلي چې ۴ تنه طالبان په کې وژل شوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس