Home » افغانستان » په روان ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان راستانه شوي

په روان ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان راستانه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۲ میلیونه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.

 د یاد سازمان څخه په خپرو شوي راپور کې راغلي چې، په دغه موده کې څه باندې یو اعشاریه یو میلیونه کسان له ایران، ۸۰ زره او ۵۰۰ له پاکستان او سل زره کسان د هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

بلخوا د ایران او پاکستان حکومتونو ټینګار کړی چې له دغه هېوادونو به د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر لاهم دوام ولري.

خو بخوا یوشمېر راستانه شوي افغانان بیا، هېواد کې د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې سرپناه نه‌لري او د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...