د پاکستان له لوري د پرلهپسې تیریو په دوام، یو ځل بیا د افغانستان د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې پر ملکي اهدافو هوايي بریدونه شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ په دغو بریدوند کې د دیني مدرسې او د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي چې له امله یې ګڼ شمېر بېګناه وګړي شهیدان او ټپیان شوي ديږ
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ويلي، چې په بهسود ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې هوايي یرغل او برید له امله د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۷ ملکي وګړي شهیدان شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي، ورته مهال د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد ويلي، چې بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۲۳ غړي تر خاورو لاندې دي.
هممهاله، د افغانستان ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد پر افغان خاروه شوي برېدونه په کلکه غنديلي او ویلي؛
« پاکستاني پوځ پر ننګرهار او پکتیکا د تېرې شپې په بریدونو کې ښځې او ماشومان په نښه کړي دي او پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جنایاتو جبرانوي.»
بل پلو، د افغانستان د ملي دفاع وزارت دا عمل د افغانستان د حریم ښکاره نقض او د نړیوالو قوانینو خلاف ګڼلې او په کلکو ټکو یې غندلی ده.
دفاع وزارت همداراز راز ټینګار کړی، چې دا ډول کړنې د نړیوالو اصولو او اسلامي ارزښتونو پر خلاف دي.
د ملي دفاع وزارت ډاډ ورکړی، چې د هېواد د حاکمیت، امنیت او د خلکو د خوندیتوب لپاره به خپل شرعي او ملي مسؤلیتونه ترسره کړي او په مناسب وخت او ځای کې به لازم اقدام وکړي.
دپاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره منلي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې یې په یوشمېر سیمو کې هوایي بریدونه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل افغان خاوره په دې تورنه کړې چې ترهګريز له همدې خاورې طرحه کيږي، خو د افغانستان حکومت دغه ډول ادعاوې بې بنسټه بللې او ويلي چې د افغانستان خاوره هيڅکله د هيڅ هېواد پر ضد نه کارول کيږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس