Home » سیمه او نړی » پاکستان کې د پولیو واکسین پر ټيمونو وسله وال برید

پاکستان کې د پولیو واکسین پر ټيمونو وسله وال برید

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د پولیو د واکسین پرټیمونو وسله وال برید کې د روغتیا پالانو یو پولیس ساتونکی وژل شوی او دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د رسینو د مالوماتو له مخې یاد بریدونه د خیبرپښتونخوا ایالت د کرک په ولسوالۍ کې شوی او بل یې د دې ایالت په بنو ولسوالۍ کې ترسره شوی،چې په دواړو پېښو کې یو پولیس وژل شوی او دوه روغتیایي کارکوونکي ټپیان شوي دي.

تراوسه د یادو بریدونو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

بلخوا د پاکستان د روغتیا وزارت وایې، په دغه هیواد کې یی د پولیو یا ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړی چې، پرمهال به یې د دغه هیواد په ۱۴۳ ولسوالیو کې له ۴۴ ملیونه زیات ترپنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د یادودنې وړ ده ې د روان کال له پیل راهیسې په دې هیواد کې د پولیو نوې ۶۳ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...