Home » سپورټ » هند نن د شل اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې له انګلستان سره لوبېږي

هند نن د شل اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې له انګلستان سره لوبېږي

ټاکل شوې نن د هندستان او انګلستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه سیالیو لوبلړۍ پیل شي.

د هندستان کرېکټ بورډ د خبر له مخې، دا سیالي د دوی په کوبتوب ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه یې نن ماښام شپږ بجې په کلکتې لوبغالي کې ترسره کېږي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د هند لوبډله بشپړه چمتو ده او د لوبډلې په ترکیب کې یې ځوانو لوبغاړو ته ډېره ونډه ورکړې ده.

د هندستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره په روان کال کې تر ټولو ډېرې منډې سنجو سمسن کړې دي.
نوموړي په ۱۱ سیالیو کې ۴۳۶منډې کړې او د توپ اچوونې په برخه کې بیا ارشدیپ سنګ لومړی ځای لري. نوموړي په ۱۶سیالیو کې ۳۳ لوبغاړي سوځولي دي.

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره بیا بټلر هغه لوبغاړی دی چې په شل اوریزو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره ډېرې منډې کړې دي.
نوموړي په ۱۲۹شل اوریزه سیالیو کې ۳زره او ۳۸۹منډې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د هند او انګلستان ترمنځ شل اوریزې سیالې ډېرې حساسې وي او د کرېکټ مینوال یې په مینه څاري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...