په هرات کې د ا.ا ځایي مسوولین وایي چې د یاد ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو کسانو ته ۳۸۷ کورونه جوړ او ورسپارل شوي دي.
باختر دولتي خبري اژانس د ځایي مسوولانو په حواله راپور ورکړی چې د زنده جان ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې دا ۳۸۷ تازه جوړ شوي کورونه پرون دوشنبه د سلواغې۱۶مه زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي.
د باختر خبري اژانس په راپور کې راغلي چې په نږدې راتلونکي کې به په یاده ولسوالۍ کې ۲۰۰ نور کورونه هم زلزله ځپلو ته وسپارل شي.
د ویلو ده چې څو میاشتې وړاندې په هرات کې د مرګونې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس