د افغانستان راډیو ټلویزیون نامتو ویاند، نبي پاکطین په هند کې وفات شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي پاکطین ملګرو او همکارانو د نوموړي د مړينې خبر تایید کړی دی.
ښاغلي پاکطین د راډیويي خپرونو د ویاندۍ سربېره ډېر کلونه په بېلابېلو برخو کې، لکه د باختر اژانس ریاست، د اطلاعات او فرهنگ د نشراتو ریاست او یو په شمېر نورو برخو کې دندې کړې دي.
نبي پاکطین د مسکو په راډیو کې هم د پښتو او دري د ویاند او د هند په سفارت کې یې د فرهنګي اتشې په توکه خدمت کړی دی.
ویل کېږي چې نوموړي د افغانستان د ملي راډيو ټلویریون د خپرونو په غوراوي مهم رول درلود.
د یادولو وړ ده چې پاکطین پخوا وختونو کې په ټولنیزو رسنیو پراخه څاروونکي لرل، په ځانګړې توګه افغان خبریالانو او فرهنګیانو دی په نېک نوم یاد کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس