د کارابين پريمئير ليګ CPL د راتلونکو سياليو لپاره په ډرافټ کې محمد نبي، سنديپ لاميچېن او بين ډنک تر نورو لوبغاړو په لوړه بيه واخيستل شول. دا هر يو لوبغاړى په ١٣٠ زره امريکايي ډالرو د لوبډلو له لوري واخيستل شو.
د کارابين پريمئير ليګ سيالۍ چې د اګست په ١٨مه نېټه پيلېږي د سپتمبر تر ١٠مې نېټې پورې به دوام وکړي او ويل کېږي چې دا به د بندو دروازو يا تشو لوبغالو کې ترسره شي، خو که چېرته ځايي حکومت اجازه ورکړه، ښايي ځينې تماشچيان هم لوبغالو ته پرېښودل شي.
د کارابين پريمئير ليګ د ډرافټ لپاره ٥٣٧ لوبغاړو نومليکنه کړې وه چې هرې لوبډلې پکې د خپلې خوښې لوبغاړي واخيستل، سږکال هېڅ لوبغاړى په ١٦٠ زره امريکايي ډالرو په ډرافټ کې وانخيستل شو او دا له دې امله چې په لومړي ځل سي پي ايل لوبډلو ته اجازه ورکړې وه چې کولاى شي له ډرافټ پرته هم لوبغاړي واخلي.
د افغانستان ورو توپ اچونکي راشد خان سره بيا د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې له ډرافټ مخکې د ١٦٠ زره امريکايي ډالرو په بدل کې قرارداد کړى و، همدا راز قېس احمد بيا د ګيانا امازون لوبډلې له لوري اخيستل شوى دى.

سږکال د سي پي ايل سياليو کې افغان لوبغاړو د ټولو لوبډلو پام ځان ته اړولى و، همدا لامل و چې ځينې نوي لوبغاړي هم په لومړي ځل په سي پي ايل کې واخيستل شو.
نوين الحق بيا د قېس احمد لوبډلې ګيان امازون واريرز سره يو ځاى شو او دواړه به د همدغه لوبډلې لپاره ولوبېږي، همدا راز چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز بيا د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې سره يو ځاى شو.

رحمان الله ګربز د بنګله دېش غوره ليګ کې په ١٨ توپونو پنځوسيزه وهلې وه او هغه د نوموتي توپوهونکي اې بي ډيويليرز په څېر توپوهنه کولاى شي.
د افغانستان کم عمره توپ اچونکى ١٥ کلن نور احمد هم بيا په سي پي ايل کې ځاى پېدا کړ، هغه د سينټ لوشيا زوکس لوبډلې له لوري واخيستل شو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس