د افغانستان کرېکت ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي، راشد خان د اندام د ښکلا د اتل علي رضا اساهي پر مړینه خواشیني ښودلې او د مرحوم له کورنۍ سره یې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
راشد خان پر خپله فیسبوکپاڼه د اتل اساهي له کورنۍ سره د مرستې غږ کړی.
نوموړي لیکلي: “په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د ورزش یو اتل علي رضا اساهي د اجل داعي ته لبیک ویلی. رب دې ورته جنتونه ورکړي. زه له یې کورنۍ سره په دغه غم کې خپل ځان شریک بولم او تسلیت ورته وایم.”
ښاغلي خان لیکلي، “هڅه مې دا ده چې تر خپلې وسې پورې په دغې سختې او غمځپلې ورځ کې د خدای بخښلي اساهي د کورنۍ لاسنیوی وکړو او په ټولو هېوادوالو غږ کوم چې د هغه د کورنۍ لاسنیوی وکړي.”
په ټولنیزو پاڼو کې د راشدخان دا اقدام د یوه ملي لوبغاړي په توګه ستایل شوی او له نوموړي څخه یې مننه کړې ده.
علي رضا اساهي د کابل په یوه روغتون کې د زړه د ناروغۍ له کبله ساه ورکړه او جسد یې پرون (جمعه) خاورو ته وسپارل شو.
علي رضا اساهي د نړۍ په کچه د افغانستان لپاره د اندام د ښکلا دوه ځلې اتلولي ګټلې وه او په دې برخه کې ګڼ شمېر شاګردان هم روزلي دي.
د یادونې وړ ده چې یو شمېر نور لوبغاړو هم د مرستې ډاډ ورکړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس