په کابل ښار کې د جنایي جرمونو له ډېرېدو وروسته ولسمشرغني د کابل امنیتي مسئولیت د څو اوونیو لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاره.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره شپه ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و، د ولسمشر د هدایت له مخې به سر له شنبې د کابل ښار امنیتي مسئولیت په غاړه واخلي.
نوموړي زیاته کړې:زه د خلکو د امنیت تامینولو لپاره د قانون د تطبیق په لار کې پخپل قاموس کې د جنایت کار پر وړاندې د ترحم او مصلحت هیڅ توری نه لرم.
نوموړي دغه راز ویلي، په کابل کې د لویو مجرمینو لېست چمتو شوی او له خلکو یې غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
صالح له خلکو د همکارۍ ډاډ غوښتی او دغه راز یې له خلکو غوښتنه کړې چې له هرې لارې کولی شي تر ده معلومات ور ورسوي.
د کابل امنیتي مسئولیت په داسې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارل کېږي چې له تېرو څو میاشتو را هیسي په مرکز کابل کې د جنایي جرمونو پېښې اوج ته رسېدلې او هره شپه د کابل ښاریان د وسلهوالو غلو له خوا ټپیان کېږي وژل کېږي پېسې او نور توکي ځیني اخیستل کېږي.
د یادونې ده چې تېره ورځ ولسمشرغني هم د کابل د امنیت پر خرابېدو اندېښنه ښودلې وه او زیاته کړې یې وه چې په نېږدې راتلونکي کې به په کابل ښار کې ۳۰۰ نورې امنیتي کامرې ولګول شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس