د سره صلیب نړیوال فدراسیون او سره میاشتې (IFRC) د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو او اسرائيلو د بریدونو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې تر ۱۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ زره نور ټپيان شوي دي. دا شمیرې د سرې میاشتې له لوري د ورکړل شويو ارقامو پر اساس اعلام شوي دي.
ماریا ماریتنز، د سره صلیب د نړیوال فدراسیون ویاندې، ویلي دي چې د ایران د سرې میاشتې کمیټه یوازینی بشري سازمان دی چې په ایران کې فعالیت کوي. هغې همداراز ويلي، چې په داسې حساس او خطرناک وخت کې د دې کمیټې فعالیتونه نه یوازې د ایران خلکو لپاره، بلکې د نړیوالې ټولنې لپاره هم یوه بې ساری هڅه ده.
دې ادارې همداراز د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ټینګار کړی چې د داسی سختو وضعیتونو پر مهال د دوامدارې بشري مرستې چمتو کول اړین دي.
د يادونې وړ ده، چې د سره صلیب فدراسیون د جګړې پر مهال د بشري مرستو د چمتو کولو په برخه کې خپل فعالیتونه دوامدار ساتلي دي. په دې کې د بشري مرستو وړاندې کول، د ټپیانو درملنه او د هغه کسانو لپاره چې د جګړې له امله بې ځایه شوي، اساسي اړتیاوو پوره کول شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جګړې د شدت له امله د ایران د سرې میاشتې کمیټه خورا له ستونزو سره مخ شوې، خو د ماریتنز په وینا، دغه کمیټه خپلو بشري فعالیتونو ته د ممکنه هرې قربانۍ په پام کې نیولو سره ادامه ورکوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس