Home » افغانستان » د روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې په تېره یوه میاشت کې د تنفسي ناروغیو له امله ۷ کسان مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې په تېره یوه میاشت کې د تنفسي ناروغیو له امله ۷ کسان مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴م کال په تېره میاشت کې د تنفسي ناروغيو له کبله اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یاد سازمان (یکشنبې، د لړم ۱۲مه)د یو په یو راپور کې ویلي، په دغه هېواد کې د نورو ناروغیو په پرتله د حاد تنفسي ناروغیو او اسهال پر ناروغۍ د اخته کسان شمېر زیات شوي دی.

د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر پایه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د تنفسي ناروغۍ څه باندې ۴۷۰ زره پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، د روان کال په سپټمبر میاشت کې د ۳۲۴ زره ۶۲ ښځو او نجونو په ګډون ۶۱۳ زره ۹۱۴ راستنیدونکو کډوالو ته روغتیایي خدمات برابر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی و، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۱۰۰ کسان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

په هېواد کې د هوا په سړېدو سره هر کال زرګونه کسان په ځانګړي ډول ماشومان په تنفسي او نورو موسمي ناروغیو اخته کېږي، چې په ځينو سیمو کې یې ګڼ شمېر روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...