Home » افغانستان » د روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې د شري ناروغي زیاته شوې

د روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې د شري ناروغي زیاته شوې

د روغتیا نړیوال سازمان(WHO)د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د شري ناروغۍ پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

یاد سازمان(جمعه، د لړم ۱۱مه)په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه راپور کې ویلي چې، په دغه هېواد کې د سپټمبر میاشت کې د شري ناروغۍ مثبتې پېښې د تېرې میاشتې په پرتله ۳۴.۴ سلنه زیاتې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې سپټمبر کې د شري ۴ زره او ۱۵۵ شکمنې پېښې ثبت او ۲۱ کسان د یادې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ دغه راز سږ کال افغانستان کې د شري ناروغۍ ۵۲ زره او ۵۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيې.

بلخوا یوشمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې پر شري ناروغي اخته دي، اندېښنه ښيي او له مسوولو چارواکو غواړي چې د یادې ناورغۍ مخنیوی لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

ډاکتران وايي، پر شري ناروغۍ اخته ناروغان بايد ګرم وساتل شي او ورته ګرم مايعات ورکړل شي، څو د ناروغۍ پر وړاندې يې د وجود مقاومت زيات شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...