د خوړو نړیوال پروګرام تازه ويلي، چې افغانستان لا هم له سخت اقتصادي ناورين، د کاري فرصتونو له کمښت او د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مخ دی، چې له امله یې میلیونونه خلک د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخامخ شوي دي.
د دغه سازمان د تازه مالوماتو له مخې، شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۴.۹ میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.
دخوړو نړيوال پروګرام: «اټکل کېږي چې د افغانستان د نفوس یوه پر درېیمه برخه، یعنې ۱۷.۴ میلیونه کسان له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي، چې له دې ډلې ۴.۷ میلیونه کسان د لوږې بیړني حالت ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې چې په ۲۰۲۶ کال کې د ښځو او ماشومانو خوارځواکي نږدې ۴.۹ میلیونو کسانو ته ورسېږي، چې دا به په بې ساري ټول د خوارځواکۍ حد وي، ځکه چې د درملنې خدمتونو ته لاسرسی ورځ تر بلې محدودېږي.»
دې سازمان همداراز زیاته کړې، چې د سیمې وروستیو ترینګلتیاوو او په ځانګړي ډول د منځني ختیځ کړکېچ د خوراکي توکو او سون توکو بیې لوړې کړې دي. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د غنمو او نورو اساسي خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله لوړې شوې او د سوداګریزو لارو ګډوډۍ د مرستو لېږد چارې هم ستونزمن کړی دی.
د خوړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د مرستو د بودجې کمښت وضعیت لا پسې خراب کړی او اوس دغه اداره یوازې د اړتیا لرونکو خلکو یوې محدودې برخې ته رسېدنه کولی شي. یاد سازمان د نړیوالو مرستندویانو د بېړنۍ مالي مرستې غوښتنه کړې، څو د افغانستان د خوراکي ناامنۍ او خوارځواکۍ د پراخېدو مخه ونیول شي
د مالوماتو پر اساس افغانستان له څو کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بشري ناورینونو سره مخ دی، چې میلیونونه خلک یې د خوړو له کمښت سره مخامخ کړي دي. د نړیوالو مرستو کمېدو او د سیمې وروستیو ترینګلتیاوو د خوراکي توکو بیې لوړې کړې او د خلکو ژوند یې لا سخت کړی دی. مرستندوی بنسټونه خبرداری ورکوي، که بېړنۍ مرسته ونه شي، د لوږې او خوارځواکۍ بحران به نور هم پراخ شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس