د امریکا ټاکنیز سیستم جالبې ځانګړنې لري.
د نورو هیوادونو پر خلاف چې د خلک رایې ټاکونکې دي، خو دلته بیا ولسمشر د الکترول کالج په رایو ټاکل کیږي.
هر نوماند چې په هر ایالت کې د خلکو ډيرې رایې وګټي، د همغه ایالت الکټرال رایې هم د همغه نوماند شوې.
د امریکا ټولې الکټرال رایې د هغه هیواد د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د څوکیو د شمیر په اندازه دي.
مشرانو جرګه سل څوکۍ او ولسي جرګه ۴۳۵ څوکۍ لري او د واشنګټن ډي سي دری الکټرال رایې ورسره یو ځای کیږي.
واشنګټن ډي سي په دواړو جرګو کې استازی نه لري.
هر ایالت د نفوس او ارزښت له مخې الکټرال رایې لري.
د ټولو الکټرال رایو شمیر ۵۳۸ دی او ګټونکی نوماند باید ۲۷۰ ترې خپلې کړې.
سره لدې چې که د کوم نوماند د خلکو عامې رایې ډيرې هم وي او الکټرال رایې پوره نه کړي نه بریالی کیږي.
په تیرو ټاکنو کې هیلرې کلنټڼ له ټرمپ نه دری میلونه د خلکو عامې رایې ډيرې وړې وي خو د ترمپ الکټرال رایې ۳۰۴ وي ځکه ولسمشر شو.
الکټرال رایې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې برخلیک هم ټاکي.
هر ګوند چې هرې جرګې ته ډير استازي کامیاب کړي جرګه هغوي اداره کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس