Home » سیمه او نړی » د امریکا استخبارات د روسیې په اړه قانون جوړوونکو ته وضاحت ورکوي

د امریکا استخبارات د روسیې په اړه قانون جوړوونکو ته وضاحت ورکوي

تمه ده نن پنجشنبه  د امریکا لوړپوړي استخباراتي چارواکي  د نیویارک ټایمز د هغه راپور په اړه قانون جوړوونکو ته وضاحت ورکړي چې په‌کې راغلي، روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژنې لپاره انعامونه ورکړي دي.

په دغه راپور کې چې تېره جمعه خپور شو راغلي، د روسيې د پوځي استخباراتو یوې څانګې طالبانو ته دغه انعامونه ورکړي دي.

په نننۍ غونډه کې د ‘سي‌ای‌اې’ مشره جینا هاسپل او د امریکا د ملي استخباراتو ادارې مشر جان راتکلف برخه اخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وویل، ده ته د هغه څه په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي چې ویل کېږي روسیې طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژنې لپاره پیسې ورکړي.

د امریکا د قانون جوړوونکو او استخباراتي چارواکو نننۍ غونډه داسې مهال جوړېږي چې امریکا کې قانون جوړوونکو پر روسیې د بندیزونو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

روسیه اوس‌مهال د دې لپاره د امریکا له یو شمېر بندیزونو سره مخ ده چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...