د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو خپلې استماعیه غونډې ته وربللی دی.
د راپور له مخې له مایک پومپیو غوښتل شوي چې ووايي، د ټرمپ ادارې څه ډول هغو راپورونو ته غبرګون وښود چې ګواکې د امریکا استخباراتي ادارې خبرې وې چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي.
دا غونډه سبا د پنجشنبې په ورځ (د جولای په نهمه) جوړېږي او د غونډې عنوان داسې یاد شوی. ‘د امریکايي ځواکونو پر سر د روسیې انعام’ د ټرمپ ادارې ولې غبرګون نهدی ښودلی؟

د راپور له مخې پومپیو دې غونډې ته وربلل شوی دی، خو په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت څه نهدي ویلي چې ایا دی به دې غونډې ته ورشي که نه. تمه کېږي په دې غونډه کې د امریکا د مخکېني ولسمشر بارک اوباما د دورې پر مهال د استخباراتي ادارې پخوانی رئیس مایکل موریل هم ګډون وکړي.
تېره اوونۍ نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو راپور ورکړ چې د امریکا استخباراتي چارواکي څو میاشتې مخکې دې نتيجې ته رسېدلي وو چې د روسيې نظامي استخباراتي ادارې یوې څانګې طالبانو ته پیسې ورکړې وې چې په افغانستان کې امریکايي او د ائتلاف ځواکونه ووژني.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې ده ته د روسیې د تهدید په اړه نهوو ویل شوي ځکه استخبارات کره نهوو.

ذبیحالله مجاهد هم چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي، ویلي چې په خپلو جګړو کې یې له هېڅ استخباراتي ادارې څخه مرسته نهده غوښتې.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف ویلي چې د امریکایانو په نښه کېدو لپاره له طالبانو سره د روسیې د استخباراتو د مرستو په اړه ادعاوې سمې نهدي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس