Home » افغانستان » د افغانستان او بنګلدېش کرکټ لوبډلې سبا لوبه کوي

د افغانستان او بنګلدېش کرکټ لوبډلې سبا لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا چهارشنبه د (کب په ۴مه) د بنګلدېش کرکټ لوبډلې پر وړاندې د يو ورځنيو او شل اووريزو لوب‌لړيو لومړۍ لوبه د ترسره کړي.

افغانستان او بنګلدېش د کرکټ يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو دوې لوب‌لړۍ لري، چې په يادو لړيو کې به د لومړي ځل لپاره سبا چهارشنبه په يوه ورځنۍ لوبه کې سره مخ شي.

راشد خان، محمد نبي او نور احمد هم پرون دوشنبه له ملي لوبډلې سره د يو ځای کېدو په موخه ډاکې ته رسېدلي دي. د يادو لوبو کوربه‌توب بنګلدېش کوي.

له دې سره د کرکټ بورډ مسوولانو ويلي چې ملي لوبډله له بنګلدېش لوبډلې سره د لوبو په موخه بشپړ چمتووالی لري. ټاکل شوې سبانۍ لوبه د افغانستان پر وخت سهار ۹ بجې پيل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...