د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په غونډه کې د ا.ا ته د بلنې نه ورکولو په غبرګون کې ویلي، له افغانستان پرته د سیمې د اقتصادي یوځای کېدو او نښلونې تصور له واقعیت لېرې.
جلالي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، سوداګري، ټرانزیټ او اقتصادي همکاري د هېوادونو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د کمولو او متقابل باور د پیاوړتیا مهمې وسیلې دي؛ خو د نوموړي په وینا، په سیمه کې لا هم زاړه لیدلوري حاکم دي او اقتصادي اړیکې د سیاسي اختلافاتو له امله زیانمنېږي.
هغه زیاته کړې، افغانستان به د روان کال په ډسمبر کې په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا ۳۰مه غونډه په اسلاماباد کې رابللې، خو د ا.ا استازو ته یې بلنه نه ده ورکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ا.ا ته د بلنې نه ورکول د سازمان د کړنلارو او دود له مخې شوي دي.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس