د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اپرېل پورې یې د خپلو بشري شریکانو په همکارۍ توانېدلي چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۵.۹ میلیونه اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ (د سرطان ۸مه) په خپله اېکس پاڼه کې ویلي چې دغه پوښښ د ترلاسه شوې بودیجې له کچې سره په پرتله د پام وړ دی، او له دغو کسانو څخه ۵۹ سلنه یې د خوړو مرستې ترلاسه کړې دي.
اوچا ویلي چې دا وضعیت په هېواد کې د سختې خوراکي ناامنۍ پراخوالی ښيي او خلک د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بېلابېلو برخو کې دوامداره او بشپړوونکو مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام د جوزا په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د سختې خوراکي کمښت سره مخ شي او نږدې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان به د خوارځواکۍ له خطر سره مخ وي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس