
د افغانستان د ملي امینت شورا وایي طالبانو د خپلو بریدونو په دوام تیره اوونۍ د هیواد په۱۶ ولایتونو کې ۲۳ ولسي وګړي وژلي او ۴۵ نور ټپیان کړي دي.د امنیت شورا نن شنبه د چنګاښ پر ۲۱مه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: ” د ولسي مرګ ژوبلې زیاته برخه د طالبانو لخوا د سړک غاړې ماینونه، مخامخ جګړې او هدفي وژنو له امله تر سره شوي دي، دغه راز د ولسي وګړو د وژلو ترڅنګ د ملکي خلکو اختطاف او د عامه تاسیساتو او ځایونو څخه د جنګي سپر په توګه استفاده هغه نور موارد دي چې طالبانو ترې ګټه اخلي. “

ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې زیاتوي:” ولسي مرګ ژوبله او تاوتریخوالی له هغو مهمو مواردو څخه دی چې تل افغان دولت یې پر دریدو ټینګار کوي، خو طالبانو د ټولو خواوو او د افغانستان د خلکو د غوښتنې خلاف د بې ګناه خلکو وژلو ته دوام ورکوي. “
یاده شورا وایي چې د افغانستان د بی دفاع او بې ګناه خلکو وژل، د ټولو جنګي، دیني، مذهبي او اخلاقي ارزښتونو خلاف عمل دی چې د طالبانو له لوري په دوامداره توګه ترسره کیږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس