Home » افغانستان » امریکا: افغانستان کې القاعده ډله د طالبانو په مرسته ورځ تر بلې پیاوړې کېږي
رویداد خبري آژانس

امریکا: افغانستان کې القاعده ډله د طالبانو په مرسته ورځ تر بلې پیاوړې کېږي

د امریکا د خزانې وزیر وایي افغانستان کې القاعده شبکه د طالبانو په مرسته ورځ تر بلې د پیاوړتیا په حال کې ده.

لانګ ور ژورنال د امریکا د خزانې وزارت یوه راپور ته لاسرسی پیدا کړی چې په افغانستان کې یې د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو د مالي سرچینو په اړه معلومات راټول کړي دي.

یاده رسنۍ وایي چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره پیاوړې اړیکې لري او د دغه شبکې روزونکي د طالبانو وسله والو ته روزنه ورکوي او مالي ملاتړ یې کوي.

امریکا اندېښنه ښودلې چې دغه ډله په افغانستان کې د ودې او پراختیا په حال کې ده او تر دې دمه هېڅ داسې نښه نشته چې وښيي طالبانو له یادې شبکې سره اړیکې پرې کړې دي.

په دغه مطلب کې راځي چې القاعده او حقاني شبکې د ځانګړو او ګډو وسله والو ډلو پر جوړولو هم کار کړی دی او دغه ډله هڅه کوي په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

لانګ ور ژورنال لیکي چې القاعده شبکه د طالبانو تر چتر لاندې د چټکې ودې په حال کې ده او باید په دې اړه بې پروايي و نه شي.

وسله والو طالبانو بیا په ځلونو ویلي چې دوی له هېڅ بهرنۍ ترهګرې ډلې سره اړیکه نه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...