Home » افغانستان » امریکایي جنرال: روسیې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکولې

امریکایي جنرال: روسیې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکولې

د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړی جنرال وایي روسیې په افغانستان کې طالبانو سره د وسلو او پیسو په برخه کې همکارې کوله خو داسې استخباراتي معلومات نشته چې وښیيې روسیې دا همکاري طالبانو ته د امریکایي سرتیرو د وژلو لپار کوله.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر، جنرال مارک میلي دغه څرګندونې د کانګریس غړیو ته د پنجشنبې په ورځ  چنګاښ۱۹په یوې محرمې غونډې کې کړیدي.

جنرال مارک میلي او د دفاع وزیر ماکر اسپر د کانګریس غړیو ته ویلي چې امریکا لا هم پدې هکله معلومات راټولوي چې آیا روسیې په ریښتیا طالبانو سره د امریکایي عسکرو د وژلو په خاطر همکاري کوله که نه.

مارک ویلي د ګانګریس غړیو ته وویل ” که معلومه شي چې روسیې په امریکایي عسکرو د بریدونو لپاره طالبانو ته پیسې ورکولې، دا به ډیره غټه مسئله وي.”

څو ورځې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د ځینو استخباراتي چارواکو له خولې، چې نومونه یې اخیستل شوي نه وو، راپور ورکړی و چې روسیې طالب جنګیالیو ته د امریکايي ځواکونو د وژلو په بدل کې انعام وړاندې کړی و او دا موضوع د فبروري په میاشت کې له جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ سره هم شریکه شوې وه.

خو سپینه ماڼۍ ښاغلي ټرمپ ته ددغو معلوماتو له ورکولو انکار کوي او وايي دغه استخباراتي معلومات په بشپړ ډول تائید شوي نه وو چې جمهور رئیس ته ورکړل شوي وای.

د امریکا د پوځ یو متقاعد جنرال جان نکلسن چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د امریکایي ځواکونو قوماندان و هم ویلي چې روسیې پخوا طالبانو ته
” پریمانه” وسلې ، تجهیزات او پیسې ورکولې خو جنرال نکلسن وایي روسیې دا کار په خورا احتیاط کاوه او نه یې غوښتل چې “د جګړې بدلوونکي ” نقش ادا کړي.

دغه امریکایي جنرال وایي طالبانو د روسیې نه هوا ته د ځمکې نه د واریدونکو توغندیو ورکولو غوښتنه کړې خو روسیې د طالبانو دا غوښتنه رد کړله.

مسکو او طالبانو هم دا خبره رد کړې ده چې ګنې روسیې وسله والو طالبانو ته د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره پېسې او جایزې ورکولې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...