Home » افغانستان » افغان لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه

افغان لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پیل شوې لومړۍ لوبې لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه او افغان لوبډلې ۱۴۵ منډې وکړې.

دغه سیالي چې د زمبابوې په پلازمېنې هراري په لوبغالي کې روانه ده، افغان لوبډلمشر پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځيدو سره یې په پوره شل اورونو کې د زمبابوې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

په افغان لوبډله کې تر نورو زیاتې منډې کریم جنت ۵۴ او دغه راز محمد نبي ۴۴ منډې د خپلې لوبډلې لپاره جوړې کړې.

زمبابوې لوبډله به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...