په داسې حال کې چې په افغانستان کې لا هم ګڼ ماشومان د بې وزلۍ او د امکاناتو د نشتوالي له امله له زده کړو محروم دي.
عبدالقدير پاڅون هغه ځوان دی چې د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې یې د خپلو محدودو امکاناتو په کارولو سره یو وړیا ښوونځی جوړ کړی.
په دې ښوونځي کې شاوخوا ۴۰۰ ماشومان په وړیا ډول زده کړې کوي؛ هغه ماشومان چې ډېری یې مخکې د کار په بازارونو، کروندو او کوڅو کې بوخت وو.
خبرگزاری رویداد اولین خبرگزاری دیجیتلی در افغانستان
