د افغانستان یو عالي رتبه هیئت د سوداګرۍ او پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره چک جمهوریت ته ورسېد.
په پراګ کې د افغانستان سفارت پرون یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه نېټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هیئت نن یکشنبې د افغانستان-چک او سلواکیا د سوداګرۍ او پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره پراګ ته ورسېد.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې د هیئت په ترکیب کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري او نور چارواکي شامل دي.
دغه هیئت به د غبرګولي یا جوزا له ۲۴مې تر ۲۶مې د افغان-چک-سلواک د سوداګرۍ او پانګونې فورم کې د چک جمهوریت له لوړ رتبه چارواکو سره د سوداګرۍ د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.