د یمن په پلازمېنې صنعا کې د مرستو د وېش پر مهال ټېل ماټېل کې لږ تر لږه ۷۹ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د جرمني ډي.پي.اې اژانس ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د روژه ماتي پر مهال شوې.
دغه اژانس د اوښتې مرګژوبلې معلومات په سیمه کې د حوثي یاغیانو د یوه روغتیایي چارواکي په حواله خپاره کړي دي.
رویټرز اژانس ویلي، سلګونه دغه کسان د صنعا په یوه ښونځي کې راټول شوي وو، څو دغه مرسته ترلاسه کړي.
د یمن کورنیو چارو وزارت ویلي، د مرسته وېشونکو دوه مسوولين یې نیولي او پوښتنې ګروېږنې ترې کوي. په یمن کې اته کاله کورنۍ جګړې میلیونونه کسان له لوږې سره مخامخ کړي دي.