Home » سیمه او نړی » یمن د امریکا او برېتانیا په هوايي بریدونو کې د ۱۱ کسانو وژنه تایید کړه

یمن د امریکا او برېتانیا په هوايي بریدونو کې د ۱۱ کسانو وژنه تایید کړه

د یمن د دولت ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د حوثیانو تر ولکې لاندې ښارونو باندې د امریکا او برېتانیا د هوایي بریدونو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي

د رویټرز د راپور له مخې، دا هوايي بریدونه پرون دوشنبې، د مارچ په ۱۱مه نېټه شوي دي.

په همدې حال کې حوثیانو ته اړوندې خبري شبکې «المسیره» ویلي، د امریکا او برېتانیا هوايي ایتلاف ۱۷ ځلې د یمن په لویدیځ کې پر الحدیده بندري ښار او نورو ساحلي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

 دا بریدونه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې په سره سمندرګي کې د لومړي ځل لپاره پر نړیوالو بېړیو د حوثیانو په بریدونو کې څو یوه بېړۍ ډوبه او څو ملکیان ووژل شول.

په سره سمندرګي کې د متحده ایالاتو او برېتانیا له لوري د غچ اخېستوونکو اقداماتو سربېره هم حوثیانو په دې سمندرګي کې سوداګریزو بېړیو باندې بریدونه ډېر کړي. حوثیان د غزې جګړه کې له فلسطینیانو د ملاتړ په خاطر پر هغو بهرنیو بېړیو توغندیز بریدونه کوي، چې له سره سمندرګي او عدن خلیج څخه تېرېږي

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...