Home » افغانستان » ګڼ شمېر افغان پناه غوښتونکي کاناډا ته ورسیدل

ګڼ شمېر افغان پناه غوښتونکي کاناډا ته ورسیدل

د کاناډا د کډوالو چاور وزارت وايي، څه باندې درې سوه نور افغان پناه غوښتونکي يې تازه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریز نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، په یوه چارټر پرواز کې ۳۰۹ افغانان چې په افغانستان کې د کاناډا د پوځ همکاران او د بشري حقونو مدافعان وو، له خپلو کورنیو سره د کاناډا کالګري ښار ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړې چې د کاناډا له ژمنې سره سم نږدې ۳۵زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي او د دې کال تر پایه به د دې کسانو شمېر ۴۰ زرو ته ورسېږي.

کاناډا په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، له مهمو افغان کډوال منونکو هېوادونو څخه دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...