Home » افغانستان » ګوټريش: طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پرمخ ښوونځي پرانېزي

ګوټريش: طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پرمخ ښوونځي پرانېزي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش يو وار بيا د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې له شپږم ټولګي د پورته زده‌کوونکو نجونو پرمخ دې د ښوونځيو دروازې پرانېزي.

نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه ناوخته د (وږي په ۲۸مه) د ملګرو ملتونو له لوري د پوهنيز بدلون په سرمشريزه کې کړې دي. دې سرمشريزې ته د افغانستان د روباټيک ټيم مشره سميه فاروقي چې په افغانستان کې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې هم ده وربلل شوې وه.

نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې دامهال د نجونو پر مخ متوسطې او لېسې دورو ښوونځي تړل شوي په دې توګه ميليونونه نجونې له نامالوم راتلونکي په وېره کې دي.

فاروقي زیاته کړې، چې طالبانو په بشپړه توګه د نجونو او ښځو موجوديت په ټولنه کې محوه کړی او ښايي زرګونه نجونې بيا ښوونځيو ته را نه شي؛ ځکه د نوموړې په خبره، د ښوونځي ګڼې زده‌کوونکې نجونې وار له مخې واده شوې دي.

نوموړې وايي، چې د نجونو ښوونځو د پرانيستو په تړاو ټولې وعدې ماتې شوي او داسې هېڅ څرک نشته چې طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانېزي.

فاروقي له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د بېرته بيلېدو په اړه سم‌لاسي اقدام وکړي.

له دې سره د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش د ملګرو ملتونو د پوهنيز بدلون سرمشريزې ته د وينا پرمهال ټينګار وکړ، چې طالبان دې له توپير پرته د ټولو نجونو او هلکانو پرمخ ښوونځي پرانيزي.

نوموړي زياته کړې، چې د نجونو له لوري زده‌کړې د سولې، امنيت اوا تل‌پاتې پراختيا لپاره بنسټيز ګام دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...