Home » افغانستان » ګورډن براون: لوېديځ په افغانستان کې د بشري ناورين مهارولو پر ځای په خوب وېده دی

ګورډن براون: لوېديځ په افغانستان کې د بشري ناورين مهارولو پر ځای په خوب وېده دی

د برېتانيې پخوانی لومړی وزير ګورډن براون په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت د اندېښنې وړ بولي او زياتوي چې لوېديځ په دغسې يوه وضعيت کې هم وېده دی.

نوموړي The Times Red Box په نوم يوې نشريې ته لېکلي، دا مهال د افغانستان له نيمايي زيات وګړي په لوږه کې ژوند کوي اوپه خبره يې، په افغانستان کې دغه موجوده بشري وضعيت دا وضيح کوي، چې دغسې وضعيت له افغانستان په پرته په بل هېڅ هېواد کې تر اوسه نه دی راغلی.

براون زياته کړې، هغه ادعا چې نړيوال يې په روانه پېړۍ کې په مطلقه توګه د لوږې ختمولو په اړه کوي، ښايي په افغانستان کې د اوسنۍ لوږې له امله د دغه هېواد د وګړو له لوري رد شي.

براون ويلي، په افغانستان کې د لوږې اغېز ښايي تر اروپا پورې هم محسوس شي؛ ځکه د نوموړي په خبره دامهال افغانان د لوږې او يا هم د کډوالۍ له انتخابونو سره مخ دي.

ګورډن براون د ملګرو ملتونو او د پيسو نړيوال وجهي صندو وروستيو شمېرو ته په اشارې چې له مخې يې راتلونکی کال له ۲۰ تر ۳۰ سلنې د افغانستان د اقتصاد د ښکته کېدو اټکل شوی ويلي، د اقتصاد د ټيټېدو دا شمېرې خورا بې سارې دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له هغه پلان ملاتړ کړی، چې له مخې يې په ۲۰۲۲ زېږديز کال کې ۲۲ ميليونه افغانانو ته خوړو رسولو په موخه د ۴.۵ ميليارده ډالرو بوديجې وړانديز کړی دی.

براون ويلي، امريکا په افغانستان کې پر جګړې ټريليونونه ډالر لګولي او له لوېديځ سره په ګډه د ۴.۵ ميليارده ډالرو چمتوو کول چې په افغانستان کې د لوږې په له منځه وړلو لګول کېږي، وړه خبره ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...