Home » سپورټ » ګربز په صفر وسوځېده؛ حیدر اباد لوبډلې له فاروقي پرته بریا خپله کړه

ګربز په صفر وسوځېده؛ حیدر اباد لوبډلې له فاروقي پرته بریا خپله کړه

رحمن الله ګربز یو ځل بیا د کلکتې لپاره ناکام ثابت شو، هغه په صفر اوټ شو؛ بله خوا هیري بروک د حیدر اباد لپاره سلیزه ووهله او د حیدر اباد لوبډلې یې بریالۍ کړه.

د آی پي ایل د ۱۶م پړاو ۱۹مه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدر اباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې کلکتې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د حیدر اباد لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۸ منډې وکړې، چې هیري بروک غوره توپوهنه وکړه، هغه ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز ایدین مارکرم ۵۰ زیاتې منډې وکړې.

د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې اندري رسل غوره توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز ورون چکرورتي هم د یوه لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.

د ۲۲۹ منډو هدف په تعقیب کلکته نایټ رایډرز ښه توپ وهنه وکړه؛ خو د ۷ ویکټو په زیان یې ۲۰۵ منډې وکړې او په ۲۳ منډو یې دغه وبایلله، چې نتیش رانا ۷۵ او رینکو سینګ ۵۸ زیاتې منډې وکړې.

حیدر اباد لوبډلې ته مارکو جانسن او ماینک مارکنډ ۲-۲، بهونېشور، نتراجن او عمران ملک ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو ده، چې په دې لوبه کې فضل الحق فاروقي ته چانس نه وو ورکړل شوی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...