د کینیا پولیسو پرون شنبه وویل، دوی یو ځايي روحاني مشر د هغه د څلورو پلویانو د مړینې له کبله ونیوه.
د راپورونو له مخې دغو څلورو کسانو ته یې ویلي وو، له عیسی علیه السلام سره د لیدو لپاره ځانونه وږي وساتي او څلورو واړو ساه ورکړه.
د ګوډ نیوز انټرنېشنل کلیسا ۱۱ نور پلویان روغتون ته لېږدول شوي چې د درېیو روغتیايي وضعیت خراب ښوول شوی دی.
دغه کسان د جمعې په ورځ مالیندي ښار ته نږدې له شاکاهولا ځنګلي سیمې وژغورل شول.
پولیس وايي، داسې اندېښنې شته، چې ښايي نور قربانیان هم وموندل شي.
د مالیندي د جنايي تحقیقاتو مشر، چارلز کاماو ویلي، د مکنزي نتینګي په نوم مشکوک کشیش چې د فرقوي ډلې مشري هم کوي، په توقیف کې دی، ځکه دی پوهېده چې “موږ یې تعقیبوو.”
پولیس وايي، مشکوک کس به د دوشنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شو.
پولیس وویل، وروسته له هغې چې راپور ورورسېد چې ځینو جاهلو وګړو ته ویل شوي له عیسی علیه السلام سره د لیدو لپاره دې تر مرګ پورې څه نه خوري، دوی د جمعې په ورځ پر دې ځنګلي سیمې چاپه واچوله.