په داسې حال کې چې پاکه هوا د انسانانو د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، خو نن سبا ميليونونه وګړي دککړې هوا له کړکېچ سره مخ دي.
افغانستان هم له دې ستونزې بې برخې نه دی او د ککړې هوا له جدي ګواښ سره مخ هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي. په ځانګړي ډول کابل ښار، چې د هېواد سیاسي او اقتصادي مرکز دی.
د هوا ککړوالی داسې يوه چاپيريالي سونزه ده، چې نه يوازې په ژمي کې بلکې د کال په ټولو موسمونو کې د خلکو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي.
د روغتيا نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې شمېرې د اندېښنې وړ دي، داسې چې هر کال شاوخوا ۶.۷ میلیونه انسانان د ککړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
همداراز، د یوې نړيوالې څېړنې د معلوماتو له مخې افغانستان د نړۍ د سلو هېوادونو په لړ کې د ککړې هوا له پلوه اتم ځای لري، چې دا حالت د وضعیت د خرابوالي څرګندونه کوي.
په همدې حال کې، کابل ښاریان د هوا له ککړتیا شکایت لري او د مخنیوي لپاره یې د عملي اقداماتو غوښتنه کوي. د دوی په باور، د خلکو کمزوری اقتصادي حالت د دې سبب ګرځي چې ټیټ کیفیت لرونکي سون توکي وکاروي، چې دا چاره د هوا ککړتيا زياتوي.
دکابل اوسېدونکی احمد رؤوف وايي: «کابل کې داسې ده چې هوا خرابه ده، داسې ده چې يو خو نفوس ډېر دی بل دغه د چريانو مشکل دی کوم چريانې چې دي دلې نو دغه ته بايد خلک ډيره پاملرنه وکړي، کوم کثافات چې ده دا بايد په خپل ځای کې وغورځول شي.»
دکابل اوسېدونکی سجاد حسینی وايي: «اکثریت خلک له لرګیو او سکرو څخه کار نه اخلي، زما په فکر ټول خلک لرګي او سکاره نه لري. که چېرې دوی لرګي، سکاره یا ګاز لرلی، نو موږ به له دې حالت سره نه مخ کېدو.»
د کابل اوسېدونکی سید رحمان وايي: «دلته چې کله موږ راشو بيا دوه يا درې ورځې موږ د ککړې هوا د لاسه زکام يو سترګې مو خرابې وي .»
د کابل اوسېدونکی محمد مرید وايي: « بېپيسه ګي او بېکاري ده چې هېڅوک نشي کولای سم سون توکي برابر کړي، نو يو مسلمان مجبوره ده چې ځان ته يو څه وسوځوي تر څو تود شي، او دا کار د هوا ککړتيا نوره هم زياتوي.»
د کابل اوسېدونکی سید شهنشاه علوی وايي: « د دولت دنده ده، باید یې مخه ونیسي، خو خلک هم باید همکاري وکړي.»
پلازمينه کابل کې؛ د تودوخې لپاره د ټيت کيفيت لرونکو سون توکو سوځول، دوړې او رغنیزې چارې، د شنو ساحو کمښت، دځنګلونو وهل ، د ځمکې تخریب، وچ اقلیم، زاړه وسايط، اقتصادي ستونزې او ورته نور موارد هغه لاملونه دي چې دهوا د ککړتيا کچه يې لوړه کړې ده.
د روغتياپالانو په اند، د هوا ککړتیا سره له دې چې د انسان د ژوند هره برخه اغېزمنوي د راتلونکو نسلونو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي او که بېړني اقدامات ترسره نشي، ښېي دا ستونزه لاپسې پراخه شي.
د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص علي قمرزی وايي:«د هوا ککړتیا د ځينو روغتیایي ناخوالو لکه لنډ مهالي توګه د ستوني مکروب، سینه بغل، ساه لنډي یا برانشیت تجدید کول، د سترګو حساسیت لامل ګرځېدلی شي او د بدن د معافیت ټیټوالي سبب ګرځي، او په اوږدمهالي توګه د زړه ناروغي، دماغي سکتې او د مورد د امیدوارۍ پر مهال پر ماشوم یا جنین باندې اغېزه لري او حتا د سرطان لامل ګرځېدلی شي. د هوا ککړتیا مخنیوی په خاطر ډېر ښه چي مهم دي دولت باید په دې برخه کې کوټلي اقدامات تر سره کړي، دغه ځایونه چې ناوړه ګازونه تولیدوي او د هوا ککړتیا سبب ګرځي باید دوی لپاره غوره پالیسۍ غوره کړل شي او دغه چایونه مهار او کنټرول شي.»
د داخله ناروغیو متخصص کمين صافی وايي:«غوښتنه مو همدا ده چې په کومه ټولنه کې چې موږ ژوند کوو موږ باید خپل محیط پاک وساتو خپله ټولنه وساتو تر څو د پاکې هوا څخه برخمن وسو او په ضمن کې د بدلو تېلو او بدلو ګازونو څخه باید استفاده ونشي او یا هماغه فابریکې چې کیمیاوي مواد تولید کوي، دغه فابريکو کې که موږ چیرته کار کوو ډیر کوشش وکړو چې له ماسک څخه استفاده وکړو او په ککړ محیط او هوا کې له معایناتو څخه استفاده وکړو او کوشش وکړو له ککړې هوا او ککړ محیط څخه ځان وساتو تر څو سالمه ټولنه ولرو.»
د کابل ښار وضعیت ته په کتو سره د ښاري پراختیا ترڅنګ د هوا ککړتیا لا هم یوه جدي ننګونه پاتې شوې ده چې اصلي لاملونه یې د نفوس زیاتوالی، د موټرو لوګی او صنعتي فعالیتونه دي.
په ورته مهال، د کابل ښاروالي مسؤولين باور لري، چې د هوا د ککړتيا ستونزه یوازې د ګډو او منسجمو اقداماتو له لارې حل کېدای شي.
دکابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: « بې له شکه د کابل ښاروالۍ او د کابل ښار هم د هوا د ککړتیا له ستونزې څخه مستثنا نه دي. د کابل ښاروالۍ په پوره ځواک د ښاري زیربناوو، په ځانګړي ډول د سړکونو په جوړولو بوخته ده، ځکه د کابل ښار د هوا د ککړتیا له مهمو لاملونو څخه یو هم د سړکونو خاموالی دی. تر اوسه په تېرو څلور تر څلور نیمو کلونو کې له ۳۸۰ کیلومترو څخه ډېر نوي سړکونه جوړ شوي دي.
تر څنګ یې نورې ستونزې هم شته، لکه د ځینو فابریکو صنعتي فعالیتونه، د ترافیکو ګڼهګوڼه او د موټرو د انجنونو لوګی، چې نورې ادارې هم پکې ښکېلې دي. بې له شکه د کابل ښار د نفوس د زیاتوالي او ډېرې ګڼېګوڼې له امله د هوا ککړتیا د نورو ولایتونو په پرتله زیاته ده. خو د کابل ښاروالۍ د خپلو ټولو هڅو سره—که هغه د ښار د ابادۍ په برخه کې وي، د خلکو د پوهاوي برخه کې وي، او یا هم د عملي اقداماتو په برخه کې—هڅه کوي چې د کابل ښار د هوا ککړتیا تر یوې اندازې راکمه کړي.»
بلخوا، د عامې روغتيا وزارت مسؤولين وايي؛ هوا يوازې د لوګي او ګرد له امله نه، بلکې د تنفسي ناروغيو د ويروسونو له امله هم ککړېدای شي.
د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان امر وايي: «يقينأ ککړه هوا د تنفسي سيستم مربوطه ناروغيو د نورو بېلابېلو ناروغيو لپاره زمينه سازي کوي، کوئ يوازې د ککړې هوا څخه مراد دا ندی چې دود پکې موجود وي يا ګرد پکې موجود وي، ککړه هوا دا ده چې يو شخص څخه د کرونا ويروس د پرنجي او ټوخي په توسط همدارنګه د ځينو نورو تنفسي سيسټم مربوطه ناروغيو د ويروسونو انتقال د ککړې هوا په توسط باندې کيږي.»
دنوموړی په وينا؛ د وقايوي تدابيرو نه عملي کېدل د دې لامل شوی چې د تېرو کلونو په پرتله د تنفسي ناروغانو په شمېر کې د پام وړ زياتوالی راشي.
«څه چې زموږ مسؤوليت دی هغه وقايوي تدابير عملي کول دي، همدارنګه د خلکو لپاره علمه پوهاوی ده .
په دغه برخه باندې تر ډيرې اندازې موږ کار کړی ، يو څه چې بايد واضح شي ولسونو ته او همدارنګه تاسو سره هم معلومات وي، لویه ستونزه دا ده چې کله چې موږ د وقايوي تدابيرو په اړه باندې خبره کوو تر ډېرې اندازې پورې هغه نه عملي کيږي همدغه يې علت وي چې د ککړې هوا له کبله د تنفسي سيستم مربوط ناروغانو ګراف پورته کيږي يعني نسبت د تېرو کلونو موږ سره واقعات يو څه اندازه پورته ول چې يو علت يې دا وه چې موږ ورته وايو چې تاسې په دغسې ورځو کې له ماسک څخه استفاده وکړئ يا تر ډېرې اندازې پورې پر ازدحامو سيمو ته مه ځئ يا هم په داخل د اتاقونو کې د ربړ او نور هغه شيانو څخه چې هوا ککړوي استفاده ونشي چې وسوځول شي ولې تر ډيرې اندازې پورې دغه احتياطي تدابير نه عملي کيږي له همدې کبله زموږ سره د تنفسي ناروغانو ګراف پورته شوې وه.»
په ورته وخت کې، دچاپېريال ساتنې ملي ادارې مسؤولين وايي، که څه هم وروستیو بارانونو په لنډمهالي توګه د هوا کيفيت ښه کړی، خو په وينا يې د هوا ککړتیا د کره ارزونې لپاره کابل او نورو ولایتونو کې د کیفیت څارنې سټېشنونو شتون ته جدي اړتيا ليدل کيږي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړتیا د تحلیل او تجزيې امر انجنیر محمد بصیر امین وايي: « له نېکه مرغه د کابل ښار کې وروستیو بارانونو د هوا د ککړتیا په پارامترونو کې کموالی راوستی او وضعیت تر یوه حده ښه شوی دی. خو له تخنیکي پلوه، که موږ وغواړو د هوا د کیفیت دقیق ارقام ولرو—لکه دا چې معلق ذرات څومره دي، نایتروجن اکساید (NOx) څومره دی، سلفر ډایاکساید (SO₂) څومره دی او کاربن مونو اکساید (CO) په کومه کچه کې دی—نو اړینه ده چې د کابل ښار په ټولو سیمو کې د هوا د کیفیت د څارنې سټېشنونه موجود وي، او حتی د هېواد په کچه هم دا سټېشنونه ولرو، څو وکولای شو یو مناسب اوسط ترلاسه کړو او د هوا د ککړتیا دقیق وضعیت بیان کړو.»
محمد بصير امین زياتوي چې، که څه هم د نړیوالو معیارونو او ملي سټنډرډونو له مخې، د هوا په کیفیت کې په نسبي توګه ښه والی راغلی، خولا هم کابل ښار د ککړې هوا له خطراتو څخه خالي نه ده.»
هغه ارقام چې موږ له پخوانیو کلونو لرو، د بېلګې په توګه د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو ارقام، ښيي چې تېر کال وضعیت تر یوه حده ښه و. زه دا نه وایم چې د کابل ښار هوا ککړه نه وه، کابل خپله ککړتیا لرله، خو موږ د کابل ښار د هوا د کیفیت لپاره یو ټاکلی معیار لرو. همدارنګه هر هېواد د هوا د کیفیت لپاره خپل معیار لري؛ یو د روغتيا نړيوال سازمان معیار دی، او بل هغه معیار دی چې هر هېواد یې د خپل اقلیم، جغرافیایي موقعیت او فعالیتونو له مخې ځانته ټاکي.
کله چې موږ ارقام پرتله کړل، په هماغه یوه سیمه کې چې اندازه اخیستل شوې وه، د نورو کلونو په پرتله د هوا ککړتیا تر یوه حده کمه شوې وه. یعنې د کابل ښار هوا بیا هم ککړه وه، موږ دا نه ردوو او نه یې انکار کوو، ککړتیا موجوده وه، خو د تېرو کلونو په پرتله یې کچه لږه راټیټه شوې وه.»
په افغانستان کې د هوا ککړتیا یوه عادي ستونزه نه ده، بلکې یو جدي روغتیایي ناورين هم دی چې هر کال زرګونه انسانان د مړینې له خطر سره مخ کوي.
د چارواکو په وينا؛ د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره د ونو کرل، د شنو ساحو زیاتول، په فابریکو کې له فلترونو کار اخيستل، د بې کيفيته او خرابو سون توکو و پر ځای له پاکې انرژي کاراخيستل، د صعنتي فابریکو څارنه، د زړو موټرو او وسايطو په کارونې محدويت، د پلاستیک، کثافاتو او دودیزو سون توکو نه سوځول هغه لارې چارې دي، چې کولی شي تر ممکنی کچې د ککړې هوا اضرار راکم کړي.
په همدې حال کې، روغتیاپالان او عام وګړي باور لري چې د هوا د ککړتیا پر وړاندې مبارزه یوازې د یوې ادارې مسؤوليت نه دی، بلکې ملي مسؤلیت دی چې د ګډې همکارۍ له لارې بریالی کېدای شي او په خبره يې که نن اقدام ونه شي، ښايي سبا پاکه هوا یوازې یو ارمان پاتې شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس